http://www.mashaal2bhsvkh3wznicm7224zvn2ua4mkjvbzwc6qpnwxw2gurqikid.onion/a/%D8%A7%DB%8C%D8%B1%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%85%D8%B4%D8%B1-%D9%85%D8%B8%D8%A7%D9%87%D8%B1%D9%87-%DA%86%DB%8C%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%B6%D8%AF-%D9%BE%D8%B1%DB%90%DA%A9%D9%86%D8%AF%D9%87-%D8%A7%D9%82%D8%AF%D8%A7%D9%85-%DA%98%D9%85%D9%86%D9%87/32051186.html
رسنۍ وايي، د رژیم ضد مظاهره چیانو هغه سرتېری تېره اوونۍ، د چارواکو په ادعا، په چړو وهلی او وژلی وو. مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې دعوې تصدیق نه شي کولای. د ایران د تسنیم خبري اژانس د رپورټ له مخې، پولیسو په شمال لویدیځ ولایت ګیلان کې د ۶۰ ښځو په ګډون د ۷۳۹ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی. د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، په مظاهرو کې د ولسي وګړو د وژنو تر څنګ په سلګونو نور کسان ټپیان شوي، نیول شوي او په ټول ایران کې پر انټرنېټي خدماتو محدودیتونه لګېدلي دي.